IQNA

 د پاکستان د «اَحسَنُ‌القرائات» نړیوالو سیالیو د ځانګړتیاوو په اړه د شاه‌میوه څرګندونې  

6:30 - December 02, 2025
د خبر لمبر: 3492097
ایکنا – د ایران یو نړیوال قاری  او تکړه استاد غلامرضا شاه‌میوه، چې د پاکستان د لومړنیو نړیوالو قرآن سیالیو «اَحسَنُ‌القرائات» د قاضیانو  د هیئت له غړو څخه دی، د خپلو لیدتوګو پر اساس د دغو سیالیو خاص ځانګړتیاوې بیان کړي دي.

یکنانیوز راپور راکوي، د پاکستان د قرآن  د قرائت د  لومړي پړاؤ نړیوالې  سیالۍ د «احسن‌القرائات» (د ښه قرائت) په نوم د لیندئ یا قوس  میاشتې له ۳مې تر ۸مې (۲۴–۲۹ نومبر ۲۰۲۵) په اسلام‌آباد کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې غلامرضا شاه‌میوه‌اصفهاني، چې یو مدرس او نړیوال قاضي  او قاری  دی، د مسئولینو په بلنه د قاضي  په توګه پکې ګډون کړی و.

د دې دورې اختتامیه د لیندئ یا قوس  دمیاشتې په ۸مه ترسره شوه، او په همدې مناسبت  ایکنانیوز ورسره مرکه کړې چې ځیني برخې ئې ستاسو خدمت ته  وړاندې کیږي.

ایکنا: ستاسو په نظر د پاکستان د قرآڼ د  نړیوالو  سیالیو د جوړېدو څه اړتیا موجوده وه؟

ځواب ؛ پاکستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د قرآني محفلونو  له نظره، د ګډون، د قرآن کریم د قاریانو کوربتوب، په ځانګړي ډول د ایران او مصر د قاریانو په کوربتوب کې مشهور دی. د دې مخینې په نظر، د یوه نړیوال سیالۍ  تشه په دې هېواد کې تل محسوسېدله.

څو میاشتې مخکې ما د   د پاکستان په پنډۍ ښار کې د پاکستانیو  قاریانو لپاره یوه اوونیز  روزنیز  ورکشاپ درلود. په هغه ځای کې قاریانو پوښتنه وکړه چې ولې پاکستان په نړیواله کچه مطرح قاریان نه لري؟ ما ورته وویل چې یو مهم دلیل دا دی چې تاسو نړیوالې سیالۍ نه لرئ چې په ځوانانو او نويو نسلونو کې هڅونه رامینځته کړي.

ما مخکې هم اورېدلي وو چې د پاکستان ځینې قرآني بنسټونه د دې ډول سیالیو د جوړېدو هڅه کوي، خو د هغه ورکشاپ د قاریانو غوښتنې دا لامل شوې څو  دغه سیالۍ رامنځته شي.

که څه هم دا د سیالیو لومړنی کال و، خو په منلو وړ کیفیت سره ترسره شوې. په ځانګړي ډول د قاریانو، قاضیانو  او مېلمنو د استوګن ځای برابرول، او د ګډونوالو د امنیت تأمین هغه برخې وې چې ډېر پام ورته شوی و

ایکنا: د پاکستان د  قرآن د نړیوالو  سیالیو نورې ځانګړتیاوې څه وې؟

ځواب ؛ د نورو ورته نړیوالو سیالیو (په ملایشیا، کویت، ایران او ترکیې کې) په پرتله د دغو  سیالیو د جایزو اندازه لوړه وه.

جایزې که څه هم په پاکستانۍ روپۍ محاسبه کېدې، خو د ډالر په ارزښت ورکړل شوې:

لومړئ ګټونکي  : ۱۷ زره ډالر

دوهم ګټونکي : ۱۱ زره ډالر

دریم ګټونکي  هم : ۷ زره ډالر

 او څلورم تر  شپږم مقام ګټونکو : هر یوه ته ۱۰۰۰ ډالر ورکړل شوي دي.

څلورم مقام د افغانستان قاري ترلاسه کړ، پنځم د انډونیشیا او شپږم د مراکش ګډونوال په برخه شو .

https://iqna.ir/fa/news/4319879

captcha